د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة فاتحه: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 1م سورت، 7 آیتونه، په 1 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئسورة بقره ›

1. د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.

2. ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.

3. ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان

4. څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.

5. خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.

6. وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره

7. د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئسورة بقره ›