په مصحف کې 100م سورت، 11 آیتونه، په 599 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. پر سختو ځغلېدونکو آسونو قسم.
2. بيا پر اور ویستونکو د پښو وهلو سره.
3. بيا په سباوون کې پر يرغل کوونکو قسم.
4. بيا دوړې پرې جګې کړي.
5. او د ټولي منځته ځان ننباسي.
6. بېشکه چې انسان د خپل پالونکي ډېر ناشکره دی.
7. او هغه په خپله هم پرې هرومرو شاهد دی.
8. او بېشکه هغه د مال په مينه کې ډېر تکړه دی.
9. آيا هغه نه پوهيږي کله (به) چې هغه څه راپورته کړی شي کوم چې په قبرونو کې دي.
10. او را ښکاره به شي څه چې په سينو کې دي.
11. بېشکه په هغه ورځ به يې پالونکی ښه پرې خبر وي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.