د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة همزه: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 104م سورت، 9 آیتونه، په 601 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عصرسورة فیل ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. تباهي ده هر پېغور ورکوونکي او پسې شا بد ويونکي لره.

2. هغه چې مال يې غونډ کړی او شمېرلی يې (اېښی) دی.

3. ګومان کوي چې (دا) مال به يې تل ژوندی وساتي.

4. هيڅکله نه، هغه به هرومرو په ټوټه ټوټه کوونکي (اور) کې غورځول کيږي.

5. او ته څه خبر يې چې ټوټه ټوټه کوونکی څه دی.

6. د الله بل کړل شوی اور دی.

7. همغه چې پر زړونو به ورخېژي.

8. بېشکه هغه پر هغوی را ايسار کړل شوی دی.

9. په اوږدو ستنو کې.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عصرسورة فیل ›