په مصحف کې 107م سورت، 7 آیتونه، په 602 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. آيا هغه دې وليدی چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.
2. دا همغه دی چې يتيم شړي(ټېلې ورکوي).
3. او بې وزله ته په خوراک ورکولو هڅونه نه کوي.
4. نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي ده.
5. هغه کسان چې هغوی خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي.
6. هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.
7. او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.