په مصحف کې 94م سورت، 8 آیتونه، په 596 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. آيا سينه مو درته پراخه نه کړه.
2. او ستا هغه پېټی مو در څخه کوز کړ.
3. هغه چې ستا ملا يې درنه کړې وه.
4. او ستا ذکر(ياد) مو درته اوچت کړ.
5. نو بېشکه له سختۍ سره آسانتيا هم شته.
6. بېشکه چې له سختۍ سره آساني هم شته.
7. نو کله چې وزګار وې، ځان ستړی کړه.
8. او د پالونکي لوري ته دې مخه کړه.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.