د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة کافرون: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 109م سورت، 6 آیتونه، په 603 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة کوثرسورة نصر ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. ووايه! اې کافرانو!.

2. زه هغه نه لمانځم چې تاسي يې لمانځئ.

3. او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

4. او نه زه د هغه څه لمانځونکی يم چې تاسو يې لمانځئ.

5. او نه تاسي د هغه څه لمانځونکي ياست چې زه يې لمانځم.

6. ستاسو لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين دی.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة کوثرسورة نصر ›