په مصحف کې 113م سورت، 5 آیتونه، په 604 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. ووايه د سباوون پر رب پناه غواړم.
2. د هغه څه له شره چې پيداکړي يې دي.
3. او د تروږمۍ له شره چې کله را خپره شي.
4. او په غوټو کې د پو کوونکو له شره.
5. او د کينه کښ له شره کله چې هغه کينه کوي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.