د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة ناس: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 114م سورت، 6 آیتونه، په 604 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة فلق

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. ووايه د (ټولو) خلکو پر پالونکي پناه غواړم.

2. چې د خلکو پاچا دی.

3. په حقه د عبادت لایق دی.

4. د بيا بيا تلونکي راتلونکي وسوسه اچوونکي له شره.

5. هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي.

6. هم له پېريانو او هم له انسانانو.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة فلق