په مصحف کې 87م سورت، 19 آیتونه، په 591 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. د خپل ډېر اوچت پالونکي د نوم پاکي دې بيانوه.
2. هغه چې پيداکړي او برابر کړي يې دي.
3. او هغه چې تقدير يې وټاکلو بيا يې لارښوونه وکړه.
4. او هغه چې شنه ګيا يې را واېستله.
5. بيا يې وچ تور وګرځول.
6. دا دی موږ يې درباندې لولو بيا به يې نه هېروې.
7. مګر داچې الله وغواړي بېشکه هغه پر ښکاره هم پوهيږي او پر هغه څه هم چې پټ دي.
8. او تا ته به د اسانۍ لار اسانه کړو.
9. نو نصیحت وکړه که نصیحت څه ګټه کوي.
10. څوک چې وېريږي ژر به هغه نصيحت ومني.
11. او ډډه به ترې کوي څوک چې ډېر بدبخته وي.
12. هغه چې لوی اور ته ننوځي.
13. بيا به نه پکې مري او نه به ژوند کولای شي.
14. په حقيقت کې هغه څوک بريالی شو چې پاک شو.
15. او د خپل پالونکي نوم یې ياد کړ او لمونځ يې وکړ.
16. خو تاسې د دنيا ژوند غوره ګڼئ.
17. او حال داچې آخرت غوره او پايېدونکی دی.
18. دغه خبرې په رېښتيا په پخوانيو صحيفو کې هم وې.
19. (يعني) د ابراهيم او موسی په صحيفو کې.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.